یکشنبه, ۲۹ ربیع الاول ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۹/۲۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
احمد الشرع د چا متابعت کوي؟

خبر:

د سوریې ولسمشر احمدالشرع وویل چې له یهودي رژیم سره د امنیتي ترتیباتو په اړه خبرې ممکن په راتلونکو ورځو کې پایلې ورکړي. هغه زیاته کړه چې امنیتي تړون یوه اړتیا ده، خو ټینګار یې وکړ چې یهودي رژیم باید د سوریې فضايي حریم او د خاورې یووالي ته درناوی ولري او دا باید د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې وي.

هغه دا په ډاګه کړه چې که امنیتي تړون وشي، نورو تړونونو ته به هم لاره پرانیستل شي.

تبصره:

په داسې حال کې چې یهودي رژیم غزه له منځه وړي، زموږ ورونه او خويندې وژني او وږي کوي يې، احمد‌الشرع د دې پر ځای چې د فلسطين او سوريې د ازادۍ لپاره جګړه ورسره وکړي، خبرې اترې ورسره کوي.

نو ایا داسې واکمن، چې خپله قدوه محمد ﷺ ګڼي او د الله رضا یې موخه وي، کولی شي له یهودي رژیم سره د امنیتي تړون لپاره خبرې اترې وکړي او د غزې د مظلومو مسلمانانو پر حال سترګې پټې کړي؟ په داسې حال کې چې رسول الله ﷺ فرمايلي دي:

«مَا مِنْ امْرِئٍ يَخْذُلُ امْرَأً مُسْلِماً فِي مَوْضِعٍ تُنْتَهَكُ فِيهِ حُرْمَتُهُ وَيُنْتَقَصُ فِيهِ مِنْ عِرْضِهِ إِلَّا خَذَلَهُ اللَّهُ فِي مَوْطِنٍ يُحِبُّ فِيهِ نُصْرَتَهُ وَمَا مِنْ امْرِئٍ يَنْصُرُ مُسْلِماً فِي مَوْضِعٍ يُنْتَقَصُ فِيهِ مِنْ عِرْضِهِ وَيُنْتَهَكُ فِيهِ مِنْ حُرْمَتِهِ إِلَّا نَصَرَهُ اللَّهُ فِي مَوْطِنٍ يُحِبُّ نُصْرَتَهُ»

ژباړه: څوک چې خپل مسلمان ورور په داسې حال کې یوازې پرېږدي چې حرمت یې تر پښو لاندې کېږي او بې‌پته کېږي، الله تعالی به یې په داسې ځای کې یوازې پرېږدي چې دی به يې د مرستې هيله لري. او څوک چې په داسې حالت کې د خپل مسلمان ورور مرسته وکړي چې حرمت یې تر پښو لاندې کېږي او بې‌پته کېږي، الله تعالی به یې په داسې ځای کې مرسته وکړي چې دی به یې د مرستې هيله لري.

که احمد‌الشرع د الله امر نه مني، نو د چا امر مني؟! که هغه د رسول‌الله‌صلی‌الله‌علیه‌وسلم متابعت نه کوي نو د چا متابعت کوي؟!

د حزب‌التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره لیکل شوې

نذیر بن صالح – ولایه تونس

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې